اروپایي کمېسیون وایي افغانستان یې په تور لیست کې شامل کړی دی. دغه کمېسیون وایي دغه کار یې ځکه کړی دی چې افغان دولت له نشه یې توکو د لاس ته راغلو تورو پیسو سپینولو او د مالي فساد مخه نه ده نیولې. اروپایي کمېسیون دغه راز زیاتوي، د افغان دولت دا کمزوري ددې سبب شوې چې د اروپایي اتحادیې مالي سیسټم ته تاوان ورسېږي. د اروپایي کمیسیون له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان په ګډون په دې لېست کې شاملو ۲۳ هېوادونو د تورو پیسو سپینولو په برخه کې جدي اقدامات نه دي کړي. خو د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وایي، افغان دولت تل هڅه کړې ده چې له نشه یې توکو او مالي فساده د تر لاسه شویو پیسو د سپینولو مخه ونیسي او دا هڅې به یې دوامداره وساتي. نوموړي دغه راز ویلي چې ددوی هڅې ددې لامل شوې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د مالي اقداماتو نړیوالې ډلې د افغانستان نوم له خړ لیسته وایست.




































