ولسمشر غني تېر ماښام په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د موقت حکومت طرحه له هېواده د باندې جوړه شوې او په افغانستان کې د پلې کېدو وړ نه ده. نوموړي وویل هغه کسان چې د موقت حکومت طرحې وړاندې کوي له خلکو ډارېږي. غني زیاته کړې، د افغانستان ولسمشر افغانانو ټاکلی دی او د هغه لرې کول د پاکستان، ایران او مسکو کار نه دی، هغه خلک چې د موقت حکومت خبره کوي طرحه یې بېروني او ناکامه ده. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کې د طالب او امریکایي پلاوي تر منځ د خبرو په لړ کې غیر رسمي سرچینو وویل چې دواړه لوري په افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو موافقې ته نږدې شوي دي چې وروسته بیا دواړو لوریو څرګنده کړه چې د دوی ترمنځ په دې تړاو هیڅ خبرې نه دي شوې.




































