د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق له دندې ګوښه شوی دی او اوس له دولتي امکاناتو استفاده نه شي کولی. نوموړي وویل د محقق له ګوښه کېدو وروسته پر نوموړي ټول دولتي امتیازات قطع شوي دي. محقق څه موده وړاندې د ولسمشر غني له خوا د یو رسمي فرمان له مخې له دندې ګوښه شو خو لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي. د محقق تر ګوښه کېدو وروسته اجراییه ریاست او یو شمېر سیاسیون توند غبرګونونه وښودل او د ولسمشر دا کار یې سیاسي لوبه وبلله. چخانسوري چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې دغه راز وویل، تر اوسه د ټاکنو کمیسیون ته ټولټال ۸۴ کسانو نوم لیکنه کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې له دې ډلې ۶۹ کسان یې د سیاسي احزابو او ۱۵ نور یې د مدني ټولنو لخوا معرفي شوي چې ۱۴ تنه یې ښځې دي.




































