د یوې تازه سروې له مخې چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۳۷۹ کسانو نه شوې ده وایي ۹۲،۷ سلنه خلک تر ټاکنو مخکې سوله غواړي او ټینګار کوي چې تر راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو مخکې باید سوله وشي. په دغه کسانو کې، چې د سولې په اړه ترې پوښتل شوي دي ۹۸.۲ فیصدو یې مثبت ځواب ورکړی دی، چې د سولې غوښونکې دي او یوازی ۱.۲ فیصده ګډونوالو له طالبانو سره د سولې مخالفت کړی دی. خو کله چې له همدې شمیر کسانو نه بیا د ټاکنو او سولې د ترسره کېدو پوښتنه شوې، چې ۹۰.۲ فیصدو یې سوله پر ټاکنو غوره ګڼلې او له طالبانو سره یې د حکومت د سولې غوښتنه کړې ده. د نی یا له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مشر او د دغې سروې یو ترسره کونکي مجیب خلوتګر په دې اړه وویل، د دغې سروې اصلي موخه دا ده، چې د افغانستان د اوسیدونکو غوښتنې د سولې په اړه معلومې شي.



































