شنبه, اگست 1, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

    بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

    کډوال؛ تېره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    اوچا: سېلابونه ښايي په افغانستان کې ناچاوده مهمات رابرسېره کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

    بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

    کډوال؛ تېره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    اوچا: سېلابونه ښايي په افغانستان کې ناچاوده مهمات رابرسېره کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

تازه سروې: لوړه سلنه افغانان تر ټاکنو مخکې د سولې غوښتونکي دي

فبروري 24, 2019
in افغانستان
0 0

په هېواد کې یوه نوې سروې ښيي چې ۹۰ سلنه افغانان تر ټاکنو مخکې د سولې پلویان دي. پوښتل شوو کسانو ویلي چې تر ټاکنو مخکې دې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي او تر هغه وروسته دې ټاکنې وشي. دغه سروې د بیات بنسټ او له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) ترسره کړې ده.

پوښتل شوو کسانو ویلي چې تر سولې وروسته امنیت تامنېږي او شفافي ټاکنې ترسره کېږي، نو له همدې امله د دې اړتیا ده، چې ټاکنې وځنډول شي او یا سوله تر ټاکنو مخکې تامین شي. تر دې وړاندې ډېرو سیاسیونو او مدني فعالانو هم  د دې غوښتنه کړې وه چې تر ټاکنو مخکې دې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي. له همدې امله څه موده وړاندې د ټاکنو د ځنډېدو ګنګوسې هم خپرېدې. خو اوس د دې سروې پایلې دا ښيي چې عام افغانان هم تر ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې خبرو د یوې پایلې رسېدو پلویان دي.

دغه سروې د یادو بنسټونو له لوري په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده. دوی په دې سروې کې له ۵ زره او ۳۷۹ کسانو پوښتنې کړې دي. له دې ډلې ۴ زره او ۸ سوه کسانو، چې د ټولو شمېرو ۹۰ سلنه برخه جوړوي، د دې پلویتوب کړی چې سوله دې تر ټاکنو مخکې تامین شي. دوی په دې باور دي، چې حکومت باید له طالبانو سره د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي او تر هغه وروسته دې ټاکنې ترسره کړي. په مقابل کې یې ۴۲۹ کسانو چې د ټولې شمېرې اته سلنه برخه جوړوي، بیا تر سولې مخکې ټاکنې مهمې بللې دي. دوی ویلي چې لومړی دې ټاکنې ترسره شي او تر هغه وروسته دې له طالبانو سره د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي.

د دې سروې ځینو ګډونوال او د پخواني حکومت چارواکي وايي، اوسنی حکومت نه د ټاکنو او نه هم د سولې د مدیریت وړتیا لري. په پاکستان کې د افغان حکومت پخواني سفیر عمر زاخېلوال ویلي، اوسنی حکومت نه د ټاکنو په برخه کې د مدیریت وړتیا لري او نه هم د دې وړتیا لري چې د سولې په برخه کې د خلکو هیلې پوره کړي. زاخېلوال ویلي: ((ډېره کمه سلنه خلک په دې باور دي، چې ښایي حکومت دې ښې ټاکنې ترسره کړي. که حکومت د ټاکنو د مدیریت وړتیا لرلی یا خلک په دې باور وای، چې حکومت ټاکنې ترسره کولی شي، نو د سولې پر ځای د ټاکنو پلویان باید ډېر وای. خلک نه د ټاکنو او نه هم د سولې په برخه کې د حکومت د پلانونو ملاتړي دي، ځکه دغه پلانونه او دغه تګلارې چې اوس یې حکومت مخ ته وړي، نواقص او ستونزې لري)).

ځینې شنونکي بیا وايي چې حکومت په اوس وخت کې سولې ته لومړیتوب نه ورکوي. د سیاسي چارو څارونکی وحید مژده وايي، اوس داسې ښکاري چې ولسمشر غني او حکومت د سولې پر ځای ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي. مژده وايي: ((ولسمشر غني او اوسنی حکومت اوسمهال سولې ته دومره کار نه کوي. سوله دوی ته لومړیتوب نه ده. دوی غواړي په واک کې پاتې شي، ټاکنې وشي او ولسمشر غني بیا د حکومت واګې واخلي)).

خو ارګ بیا وايي چې سوله ورته لومړیتوب لري، خو ټاکنې به هم پر خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، خو د قانون له مخې به ټاکنې هم پر خپل وخت ترسره شي. د ده په خبره، ((سوله د ټولو غوښتنه ده. ټول ولس سوله غواړي، یوازې مافیا او غله د سولې مخالفین دي. خو ټاکنې به هم پر خپل وخت ترسره کېږي)).

حکومت داسې مهال ځان ټاکنو او په ټاکنو کې شفافیت ته ژمن بولي، چې تازه یې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي له دندو ګوښه کړي دي. په ورته وخت کې د نوو کسانو پر ګومارنه د کشمکشونو ګنګوسې هم خپرېږي. د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې لا په بشپړه توګه نه دي روښانه شوې او پر ټاکنیزو کمېسیونونو د خلکو بې باوري پر خپل ځای ده.  

 

Tags: featured
Share141Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

جولای 31, 2026

بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

جولای 31, 2026

له ځغاستې تر رهبرۍ: د چین اوپن سورس ماډلونه په واقعي اقتصاد کې ژور مدغم شوي

جولای 31, 2026

ټرمپ: د حماس د بې وسلې کولو پر هوکړه توافق شوی

جولای 31, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In