وسله والو طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې ددوحې ناسته به سبا جوړېږي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی هم ددې غونډې موضوع ده. ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سبا په دوحه کې له طالبانو سره وګوري. نوموړي دا نه دي ویلي چې په دې پړاو کې به پر کومو مسایلو خبرې کېږي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، له طالبانو سره یو لړ مسایل مطرح شوي او دوی ژمنه کړې چې له خپل مشرتابه سره تر خبرو وروسته به یې په اړه پرېکړه کوي. ارګ بیا وایي طالبان به دا ځل له زلمي خلیلزاد سره د اوربند په اړه هم خبرې وکړي. د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي، طالبانو په مخکینیو خبرو کې ویلي وو، چې دوی د اوربند په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري، نو تمه ده چې دا ځل دوی خپله پرېکړه وکړي.




































