ارګ وايي د روانې کب میاشتې په ۲۶مه نېټه به په کابل کې د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه جوړېږي. په دغه جرګه کې به د افغانستان د سولې او مذاکراتو سرې کرښې مشخصېږي او د ټولو اړخونو نظریات به اخیستل کېږي. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ښایي په دې جرګه کې له دوو تر څلورو زرو پورې کسان حضور ولري. دده په خبره د کسانو د انتخاب د میکانیزم په اړه به وروسته رسنیو ته معلومات ورکړل شي. ولسمشر غني څه موده وړاندې ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سولې لپاره به مشورتي لویه جرګه جوړوي. د نوموړي دغه اقدام د ګڼو سیاسي ډلو له هرکلي سره مخ شو. خو د حکومت په اړه یو شک دا هم دی، چې ښايي جرګې ته یوازې د خپلې خوښې وړ کسان راولي او په دې توګه به د ولس خبره بیا هم څوک تر نورو و نه شي رسولی.



































