د معلوماتو له مخې نن به په ۵۷۰ ټنه سوداګریزو توکو بار لارۍ له زرنج د چابهار بندر په لور حرکت وکړي. دغه ۲۳ لارۍ به بېلابېل سوداګریز توکي له زرنج ښار چابهار بندر ته لېږدوي او تر هغه وروسته به د بېړیو په مرسته هند ته لېږدول کېږي. چابهار په ایران کې د هند په مرسته د افغانستان لپاره جوړ شوی سوداګریز بندر دی، چې د پاکستاني بندرونو بدیل ګڼل کېږي. هند هیله لري چې دغه بندر پراخ کړي او په مرسته یې له منځۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړی شي.