د میدان وردګو ولایت ښاروالۍ ته بریالۍ شوې ښارواله په کابل کې د لسمې ناحیې مرستیاله ټاکل شوې ده. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې ظریفه غفاري په کابل کې د لسمې ناحیې مرستیاله ګومارل شوې او خپلې دندې ته به هلته ادامه ورکړي. غفاري تر دې وړاندې په یوه ازاده سیالۍ کې د میدان وردګو ولایت ښاروالۍ ته بریالۍ شوې وه. ولسمشر وروسته د یوه فرمان له لارې نوموړې د میدان وردګو ولایت مقام ته معرفي کړه، خو په مرکز میدان ښار کې د ولسمشر فرمان عملي نه شو او ظریفې غفاري دنده پیل نه شوای کړی. د نوموړې له پرله پسې اعتراضونو وروسته او ظریفه غفاري د کابل ښار د لسمې ناحیې مرستیاله ټاکل شوې ده. غفاري وايي چې یو شمېر کړیو یې د کار مخه نیوله. هغې تور پورې کړی چې ځایي حکومتي چارواکو هم ددې په معرفي کولو کې رښتیني نه و.



































