د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې تېر کال په تېره لس کلنه جګړه کې د افغان ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی کال و. د یوناما د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۱۸ کال کې ۳۸۰۴ ملکیان وژل شوي دي. یوناما وايي چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په هوايي او ځانمرګو بریدونو کې اوښتې ده. د سرچینې په وینا په وژل شوو کې یوازې ۹۲۷ کسه یې ماشومان دي. په دې توګه نو تېر کال د افغان ماشومانو لپاره هم تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی. په تېر کال کې ټولټال ۷۱۸۹ ملکیان ټپیان شوي هم دي. یوناما د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او په دې توګه دغه خونړۍ لړۍ ودروي.




































