دوشنبه, مارچ 16, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    المان کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

    د کرنې وزير د ټاپي پروژې له رييس سره کتلي

    هلمند کې د شین چای کښت مثبته نتیجه ورکړې

    د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ ۱۵۹ توغندي توغولي

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

یوناما: تېر ۲۰۱۸ ز کال د افغان ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی کال و

فبروري 25, 2019
in افغانستان
0 0

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، په تېر ۲۰۱۸ ز کال کې د افغان ملکیانو مرګ ژوبله تر بل هر وخت ډېره شوې وه.‌ راپور وايي، تېر کال د وسله والو طالبانو، بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو په بریدونو او بمباریو کې، ۳۸۰۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي. یوناما په پروني خپاره شوي راپور کې ویلي،‌ چې تېر کال په افغان جګړه کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي.

له یوناما سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په ګډه دغه راپور چمتو کړی چې وايي، په تېر ۲۰۱۸ ز کال کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله په ټوله کې پنځه سلنه ډېره شوې او دا د وړم ۲۰۱۷ ز کال په پرتله د ملکي وګړو په مړینه کې ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

یوناما په خپل راپور کې وايي، د ۶۳ سلنې ولسي مرګ ژوبلې مسوول د حکومت مخالفې وسله والې ډلې دي. سرچینه کاږي چې وسله وال طالبان د ۳۷ سلنه او داعش ډله د ۲۰ سلنې مرګ ژوبلې مسووله ده. په راپور ‌کې حکومت پلوي ځواکونه د ۲۴ سلنې او افغان امنیتي ځواکونه د ۱۴ سلنې مرګ ژوبلې مسوول ګڼل شوي،‌ خو نړیوال ځواکونه د ولسي مرګ ژوبلې د شپږ سلنې مسوول بلل شوي. د سرچینې په خبره، تر ډېره دغو ولسي وګړو ته په ځانمرګو، هوايي بریدونو او د حکومت پلوو ځواکونو د پلټنې په عملیاتو کې یاده مرګ ژوبله اوښتې.

یوناما وايي، تېر کال وسله والو ډلو ۶۵ خونړي ځانمرګي بریدونه کړي، چې ۲۱ یې د طالبانو لخوا شوي، خو طالبانو د ۱۵ بریدونو مسوولیت منلی، چې د ۶۴۲ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي. راپور زیاتوي، داعش تېر کال ۳۶ ځانمرګي او پېچلي بریدونه کړي، چې ۱۸۹۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې، خو دغې ډلې یوازې د ۳۳ ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی دی.‌ د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۸ کال کې د افغان ځواکونو په بریدونو او عملیاتو کې ۱۱۸۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۲۷ نور ټپیان دي. همدا راز په ۲۰۱۸ کې هوايي بریدونو دومره ولسي وګړي وژلي لکه ۲۰۱۴، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې چې وژل شوي وو. بهرني ځواکونه په تېر کال کې د ۶۷۴ ولسي وګړو مرګ ژوبلې مسوول ګڼل شوي، چې ۹۴ سلنه تلفات یې په هوايي بریدونو کې اړولي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یامامتو یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو خواوو د سولې او مذاکراتو غږ کړی دی. ده ویلي، ټول اړخونه دې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي او هڅه دې وکړي چې روانه خونړۍ جګړه د خبرو او مذاکراتو پر مټ پای ته ورسوي.

افغان حکومت د یوناما د دغه راپور په اړه تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی، خو وسله والو طالبانو بیا ویلي چې د یوناما معلومات ناسم دي. د دوی په خبره، یوناما د بشري حقونو له مسایلو سره داسې چلند کوي چې باید د امریکا په ګټه تمام شي. دوی وايي، دغه راپور مغرضانه دی.

یوناما داسې مهال یاد راپور خپور کړی، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو، افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده. همدا تېره شنبې شپه هم د میدان وردګو ولایت په جیلګه کې د هوايي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر کورنو هوایي بریدونه شوي وو، چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې وه. سره له دې چې حکومت پر دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی، خو مدني ټولنو، سیاسي شنونکو او عامو وګړو پر حکومت غږ کړی، چې د ورته غیر مسوولانه بریدونو مخه ونیسي.

Tags: featured
Share14Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

((د حکومت کاري راپور)) د کتاب، ویډیويي او انځوریزې بڼې خپرې شوې

مارچ 15, 2026

چين د لای چينګده وينا سخته وغنده

مارچ 15, 2026

په ۲۰۲۵م کال کې د چين د سمندري توليد عمومي ارزښت ۱۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلی

مارچ 15, 2026

د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر لپاره چينايانو ۹ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي

مارچ 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In