نن په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو پيلېږي او له دې سره سم د طالبانو د قطر دفتر مشر دوحې ته رسېدلی دی. طالبانو په رسمي توګه تایید کړې، چې ملا عبدالغني برادر دوحې ته رسېدلی دی. دغه راز وسله والو طالبانو په رسمي توګه ویلي دغه مذاکرات نن پیلېږي او اجنډا همغه پخوانۍ ده او یوازې پر پرمختګونو به بحثونه کېږي. په دې خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د طالب بندیانو پر خوشي کولو او له افغانستان چا ته پر ضرر نه رسېدلو خبرې کېږي.




































