ملي امنیت شورا وایي د یوناما وروستی راپور څېړي. د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین وايي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د وروستي راپور د ارزولو چارې پیل شوې دي. دده په خبره د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب لارښوونه کړې چې د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې د کمېدو پر لارو چارو باید جدي او هر اړخیزه کتنه وشي. د آرین په وینا دوی هڅه کوي هغه پلانونه او لارې چارې ولټوي چې له مخې یې باید د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي. یوناما تېره ورځ په یوه راپور کې وویل، چې تېر ۲۰۱۸ کال د افغان ملکیانو لپاره د لسیزې تر ټولو خونړی کال و. د راپور له مخې تر ۳ زره ډېر افغانان تېر کال د ښکېلو لورو په بریدونو کې وژل شوي او تر ۷ زره کسانو ډېر نور ټپیان شوي دي. د ملکي وګړو دغه مرګ ژوبله په هېواد کې بوږنوونکې ده او له دې سره سم یوناما پر ښکېلو خواوو د مذاکراتو او سولې غږ کړی دی.



































