د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون د تخار ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې مشورتي لویه جرګه د افغانستان د سولې لپاره مهمه ده، خو ولسمشر یوازې د فشارونو د کمولو لپاره دغه جرګه رابولي. دده په خبره پر ولسمشر غني په کور د ننه او بهرني فشارونه دي نو له همدې امله یې د مشورتي لویې جرګې جوړولو ته غاړه اېښې ده. ولسمشر غني څه موده وړاندې وویل، چې د سولې د خبرو لپاره به مشورتي لویه جرګه راغواړي. وروسته حکومت اعلان وکړ، چې دغه جرګه به د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه جوړېږي. سره له دې چې خلک ددغه جرګې د جوړېدو هرکلی کوي، خو دا وېره لري چې ښایي حکومت د ولس رښتیني استازي په دغه جرګه کې راټول نه کړي او یا جرګه بریالۍ نه شي چې د خلکو له غوښتنو او پرېکړو دفاع وکړي.




































