د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، هیله لري چې له امریکا سره روانې خبرې مهمو او مثبتو پایلو ته ورسېږي. دده په خبره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او همدا راز افغان خاوره د بهرنیو هېوادونو پر وړاندې نه کارېدل هغه مسایل دي چې تر ډېره به تمرکز ورباندې کېږي. ټاکل شوې چې نن له طالبانو سره د امریکا د مخامخ مذاکراتو پنځم پړاو پيل شي. ددغه مذاکراتو پرونۍ ورځ تعرفي غونډه وه خو نن به ددواړو لورو ترمنځ شته مسایل تر بحث لاندې نیول کېږي. زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې له طالبانو سره خبرې مهم او جدي پړاو ته رسېدلي دي. طالبان هم وایي چې هڅه کېږي د یوې هوکړې مسوده په روانو مذاکراتو کې جوړه کړل شي.




































