نشنل انټرسټ نشریه پخپل یوه مطلب کې لیکي تر هغه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات و نه شي افغانستان ته دایمي سوله نه شي راتللی. په مطلب کې راځي ددایمي سولې لار دا ده چې طالبان او افغان حکومت پخپلو کې سره کیني، مذاکرات وکړي او ستونزې په دایمي توګه حل کړي، له دې پرته به په افغانستان کې د جګړو او ناندریو یو بل پړاو پيل شي. د سرچینې په خبره د طالبانو او ولسمشر غني د حکومت ترمنځ د باور جوړېدو ته اړتیا ده او دا باور یوازې د اوربند له لارې ممکن دی. نشنل انټرسټ زیاتوي که اوږدمهاله اوربند وشي، افغان ځواکونه او طالبان له یو بل سره اړیکې جوړې کړي نو د اعتماد فضا به رامنځ ته شي او دایمي سولې ته به لار هواره شي. سرچینه خبرداری ورکوي که امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور جوړولو او افغاني مذاکراتو ته لار هواره نه کړي نو په افغانستان کې به د یو بل ناورین سبب شي.



































