د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پخپلو نوو څرګندونو کې ویلي امریکا او نورو بهرنیانو ته په کار ده، چې په مسوولانه توګه له افغانستان ووځي. دده په خبره مسوولانه په دې مانا چې تر وتلو وروسته دې له افغانستان سره د بیا جوړونې او پرمختګ په برخه کې همکارۍ او مرستې ډېرې کړي. کابلوف ویلي ځینې اړخونه په دې باور دي، چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې خلا رامنځ ته شي، خو داسې نه ده. خلا یوازې په هغو اډو کې رامنځ ته کېږي چې بهرني سرتېري پکې مېشت دي. کابلوف ویلي اوس ددې وخت دی چې امریکا او نور هېوادونه د افغان حکومت او افغانستان ملاتړ وکړي او له دغه هېواد خپل سرتېري وباسي.



































