د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، سولې ته د رسېدو پر وړاندې اساسي ستونزې اختلافي موضوعات دي چې ډېر وخت ته اړتیا لري. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا خبرې په کابل کې د هالنډ له سفیر سره په لیدنه کې کړې دي. سرچینه کاږي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پر روانې پروسې او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو خبرې اترې کړې دي. د سرچینې په خبره، دانش په دې وروستیو کې سولې ته د رسېدو په برخه کې د پیل شویو هڅو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې سوله یوه پېچلې مساله ده خو دی هیله لري چې دا پروسه به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل او د اختلافي موضوعاتو موجودیت هغه څه دي چې دا پروسه ښایي وغځوي. د یادونې ده چې په دې لیدنه کې د هالنډ سفیر د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هالنډ به په دې برخه کې له افغان حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.



































