د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال مایک پمپیو سره په ټیلفون خبرې کړې دي او خبرداری یې ورکړی دی چې په پاکستان د هند برید د افغانستان د سولې لپاره د هغوی په گډو هڅو اغیز کولی شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنو چارو وزیر سره په ټیلفوني خبرو کې د هند له خوا پر پاکستان د شوي برید په اړه خبرې کړې دي. نوموړي پمپیو ته ویلي، چې د هند د چلند له کبله به په افغانستان کې د سولې لپاره گډې هڅې اغیزمنې شي. قریشي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د هند حکومت د خپلو سیاسي ګټو لپاره د پاکستان پر خاوره برید کړی دی او په دې برید سره د ټولې سویلي اسیا سولې او ثبات ته یې ګواښ پېښ کړی دی. پاکستان د هند په پلوامه کې د ترهگریز برید نه وروسته څو ځله دا ویلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې به د افغانستان د سولې په خبرو اغیز وکړي. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هند او پاکستان مسئله د افغانستان د سولې له خبرو سره تړاو نلري.



































