امریکایي کارپوهان وایي، پاکستان هڅه کوي ځان د افغان سولې اتل وبولي او پر طالبانو خپل اغېز نه سیاسي استفاده وکړي. واشنګټن کې د هېریټېج فاونډېشن څېړنیزې ادارې یو څېړونکی جیف سمیت وایي، دا په ده ډېره بده لګېږي چې پاکستان هره ستونزه په افغان سولې پورې تړي او پر طالبانو له خپل اغېز نه سیاسي استفاده کوي. هغه ویلي که چېرته پاکستان له هند سره خپله ستونزه په افغان سولې پورې تړي نو دا په دې مانا ده چې دوی غواړي د جیش محمد ډله د افغان سولې تر سیورې لاندې پټه کړي. په ورته وخت کې په واشنګټن کې د افغانستان د چارو یو بل څېړونکی هم وایي پاکستان ښه نه کوي چې خپله هره ستونزه په افغان سولې پورې تړي، ځکه هر هغه څه چې ددوی په خاوره کې کېږي د همدې ترهګرو له امله دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له خپل امریکایي سیال مایک پومپیو سره په ټلفوني خبرو کې ویلي، د هند او پاکستان د کړکېچ زیاتېدل به د افغان سولې پروسه زیانمنه کړي.




































