د قطر دفتر ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تخنیکي کمېټو خپل کارونه بشپړ کړي، دوسیې یې تیارې کړې دي نو له مشرانو سره د مشورې لپاره په خبرو کې دوه ورځې وقفه راغلې ده. د سهیل شاهین په خبره طالبان او امریکا پر مهمو مواردو هوکړې ته سره نږدې شوې دي او ټاکل شوې چې دواړه لوري له خپلو مشرانو سره تر مشورې وروسته مذاکرات بیا پيل کړي. بل پلو یوه پخواني مهم طالب چارواکي مولوي خیر الله خیر خواه هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د مذاکراتو په دویمه ورځ پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي. دده په وینا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او همدا راز افغان خاوره د چا پر ضد نه کارېدل هغه مواردو وو، چې تر ټولو ډېر تمرکز ورباندې وشو. بل پلو سهیل شاهین بیا ویلي چې دوی له امریکا سره د مذاکراتو تر بشپړېدو وروسته له افغان حکومت سره نه بلکې له افغان ولس سره خبرې کوي. تر دې وړاندې طالب استازو ویلي وو چې له امریکا سره تر خبرو وروسته به له افغانستان سره خبرې پیلوي.




































