پاکستان له افغانستان د ورتلونکو اوبو په اړه اندېښمن دی. ګڼو پاکستاني چارواکو او پوهانو په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان باید د کابل سیند د اوبو په مصرفولو کې عدالت وکړي. ددوی په خبره پاکستان هم په دې اوبو کې ونډه لري او افغان حکومت باید په دې برخه کې نړیوال قوانین مراعات کړي. پاکستاني چارواکو په دغه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې پاکستان د کابل سیند په اوبو کې ونډه لري خو که افغان حکومت دغه ونډه ور نه کړي نو ښایي د جنجالونو سبب شي. دوی پر پاکستاني حکومت هم غږ کړی چې له افغان حکومت سره د اوبو د ستونزې پر سره مفصلې خبرې وکړي او شته مسایل حل کړي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ولسمشر غني پخپلو څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان اوبه به ګاونډیانو ته په لوړه بیه پرېوزي او له دې وروسته چا ته وړیا اوبه نه ورکوي.