د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان سوله کورنۍ مسئله ده او دا په هند یا پاکستان پورې هېڅ تړاو نه لري. ددغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي د سولې روانې هڅې د افغان حکومت ابتکار دی او له پاکستان غوښتل شوي چې یوازې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي. دده په وینا پاکستان اړ دی چې په سوله کې رښتینی چلند وکړي ځکه د افغانستان امنیت نه یوازې د پاکستان بلکې ټولې سیمې په ګټه دی. د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې، پاکستاني چارواکو د هند پاکستان کړکېچ پر افغان سوله اغېزناک بللی و. ددوی پر خبره ښایي روان کړکېچ پر افغان سوله منفي اغېز ولري.



































