د طالبانو د قطر دفتر نوي مشر ملا برادر له ګڼو امریکايي او قطرې چارواکو سره کتلي دي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي، چې ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او ددغه هېواد د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد المسند سره کتلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې باید بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او په دې اړه ددوی موقف نه بدلېدونکی دی. قطري چارواکو په دې لیدنه کې د سولې په تړاو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. ملا برادر په دې لړ کې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره هم کتلي دي. له دوی سره یې د سولې پر روانو مسایلو او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کړي دي. ملا برادر دمګړی د طالبانو په ډله کې دویم کس بلل کېږي. هغه د طالبانو د اوسني مشر سیاسي مرستیال او د طالبانو د قطر دفتر مشر ټاکل شوی دی.



































