سلګونه افغان مسافر په هند کې د پروازونو د ځنډېدو له امله بند پاتې دي. د راپورونو له مخې هره ورځ د هند او افغانستان تر منځ ګڼ پروازونه ترسره کېږي چې لسګونه کسان پکې تګ راتګ کوي. دغه پروازونه تر ډېره د پاکستان له اسمان په تېرېدو ترسره کېږي خو له تېرې ورځې راهیسې ځنډول شوي دي. پاکستان تېره ورځ امر کړی چې د هند او افغانستان هوايي شرکتونه ددوی له فضا په استفادې تګ راتګ نه شي کولی. د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولین هم وایي چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې پروازونه ځنډول شوي دي. ددوی په خبره افغان حکومت د ستونزې د حل په هڅه کې دی. پرون ګڼو نورو هېوادونو هم پاکستان ته خپل پروازونه درولي دي. بل پلو د حقوقي مسایلو شنونکي بیا وايي چې د پاکستان له لوري الوتکو ته د تېرېدو اجازه نه ورکول له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او ژر تر ژره دې شته محدودیتونه لرې کړی.




































