د ارګ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مخابراتي خدماتو د لا شفافیت او په دې برخه کې د لس سلنې مالیې د راټولېدو په موخه د (Real Time Data Management) پروژې هوکړه لاسلیک شوې ده. د خبرپاڼې په حواله په دې سره به د کاروونکو د لګښتونو او لس سلنې ماليې په برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته شي. ارګ وروسته له دې دغه کار کوي چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، مخابراتي شبکې په درغلیو او دروغو تورنولې. دوی له حکومت غوښتل چې د مخابراتي شبکو د خپلسریو او غلاوو مخه ونیسي. ارګ وایي چې په دې سره به د مخابراتي خدماتو د لګښتونو په برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته شي.