په داسې حال کې چې نړۍ د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي، د ایران او اسراییلو ترمنځ روان کړکېچ او جګړې یو ځل بیا د ټولې سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښ کړی دی. د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې تولسي ګابارډ د وروستي رسمي بیان له مخې، ایران دا مهال هېڅ ډول اتومي وسلې نه جوړوي، او د دې هېواد مذهبي مشر علي خامنهای له ۲۰۰۳ کال راهیسې د اتومي وسلو پروګرام لغوه کړی دی. له دې سره، لا هم اسراییلي یرغلونه، تحرېکونه او ناسمې ادعاوې د جګړې د اور لمبې لا تیزوي.
دا څرګندوي چې روانه جګړه یوازې د یوې دفاعي اړتیا پر بنسټ نه ده، بلکې د سیاسي فشار، مذهبي تعصب او سیمهییزو سیالیو پایله ده. د ایران د اتومي پروګرام په اړه د امریکا استخباراتي ارزونې باید د نړيوالې ټولنې د قضاوت بنسټ وګرځي، نه دا چې د اسراییل بېاساسه ادعاوې نړۍ د یو بل باثباته هېواد پر وړاندې وهڅوي.
د اسراییلو لخوا د ایران پر ضد د جګړې پیلول، نه یوازې دا چې د نړیوالو اصولو خلاف دي، بلکې د سیمې د بېثباتۍ سبب هم ګرځيدلې. د فلسطین پر غزې، د سوریې پر جنوب، د لبنان پر حزبالله، او د یمن پر انصارالله د اسراییلو بریدونه د دې لامل شوي چې ایران د خپلو متحدینو ملاتړ ته ولاړ شي. دا طبیعي غبرګون دی او له منطقي دفاعي لیدلوري څخه هم د توجیه وړ دی.
ایران د سیمې یو مهم هېواد دی چې د تاریخي، فرهنګي او ستراتیژیک موقعیت له مخې د منځني ختیځ د ثبات کلیدي عنصر ګڼل کېږي. د دې هېواد د منزوي کولو هڅې، پر وړاندېیې نظامي تحرېکونه، او سیاسي تبلیغات، نه یوازې دا چې سوله ټکنۍ کوي، بلکې د یو لوی نړیوال کړکېچ بنسټ ایږدي.
متأسفانه، ځینې لوېدیځ هېوادونه، د اسراییلو د بهرنیو سیاستونو تر اغېز لاندې، د ایران پر ضد ناسم معلومات خپروي. حال دا چې د امریکا د رسمي استخباراتو له مخې، ایران اتومي وسله نه لري او نه هم داسې نیت لري. نو پوښتنه دا ده: ولې بیا هم جګړه هڅول کېږي؟ ولې د سولې پر ځای په جګړو کې وینه توېږي؟
جواب ساده دی: دا جګړه د سیمې د سلطې، منابعو د کنټرول، او د مذهبي نفرت پر بنسټ روانه ده. اسراییل هڅه کوي چې د خپلو پالیسیو له مخې، ایران یو نړیوال خطر معرفي کړي، څو د خپلو جنګي تحرېکاتو توجیه ولري او نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي. خو د حقایقو پر بنسټ دا یو تبلیغاتي تکتیک دی.
په همدې حال کې، د منځني ختیځ ولسونه، که هغه په لبنان، سوریه، فلسطین، یمن یا عراق کې وي، له جګړې ستړي شوي دي. دوی سوله غواړي، نه نورې بمبارۍ، کډوالۍ او اقتصادي محاصرې. دا جګړه یوازې د اسراییل او ایران ترمنځ نه ده، بلکې دا جګړه د ټولې اسلامي نړۍ پر ضد روانه ده، او هدفیې دا دی چې مسلمان ملتونه له خپلواکۍ، پرمختګ او یووالي څخه محروم وساتي.
له همدې امله، نړیواله ټولنه، اسلامي هېوادونه، د بشري حقونو بنسټونه، او د سولې ملاتړي باید د ایران مشروع دریځ ته غوږ ونیسي، او د اسراییلي تجاوز پر وړاندې یو غږ شي. د ایران حق دی چې خپلې خاورې، ولس، متحدین او د خپلواکي دفاع وکړي، خو جګړه باید ختمه شي، نه دا چې پراخه شي.
هېوادونه باید د دیپلوماسۍ، تفاهم، متقابل درناوي، او بینالمللي اصولو له لارې دا شخړه حل کړي. د جګړې دوام به یوازې د بېګناه انسانانو وینې تویې کړي، د سیمې ثبات به نور هم لهمنځه یوسي، او نړۍ به له یوې نوي نړیوالې جګړې سره مخ کړي.
افغانستان چې له څو لسیزو جګړو ستړی هېواد دی، د سولې ارزښت ښه درک کولی شي. افغان ولس د سیمې له ټولو هېوادونو دا تمه لري چې د جګړې پر ځای د همکارۍ، تفاهم، او انسانیت لار خپله کړي. ځکه د جګړې پایله یوازې ناورین، بربادي او وروستهوالی دی.
راځئ د سولې غږ پورته کړو، د حقیقتونو پر بنسټ دریځ ونیسو، او د بد رنګو جګړو پر وړاندې د عقل او انصاف مشعل روښانه وساتو.



































