د سولې نوبل جایزه، چې د بشریت د ستر ارزښت – یعنې د سولې، همغږۍ او بشري کرامت – سمبول ګڼل کېږي، اوس د داسې یوه کس لپاره د ورکړې وړاندیز کېږي چې په نړیواله کچه یې د جګړو اور ته نور هم پټرول ورواچول. پاکستان، چې تل یې له نړیوالو اصولو سرغړونه کړې، دا ځل یې خپله بېشرمي یو نوي حد ته رسولې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې د ۲۰۲۶ نوبل سولې جایزې لپاره د نوماندۍ اعلان کړی دی. دا وړاندیز نه یوازې مضحک، بلکې له شرم نه ډک دی.
ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال نه یوازې د سولې لپاره هېڅ بنسټیز او پایدار ګام نه دی پورته کړی، بلکې د هغه اقداماتو نړۍ ته یواځې ناورین، بېثباتي او جګړه راوړې. د ده په دوره کې منځني ختیځ نور هم تیت و پرک شو. د امریکا له خوا د بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلو د فلسطین قضیه لا ډېره بحراني کړه او د ایران اسرایلو او حماس اسراییلو ترمنځ روانه جګړه لا خونړۍ شوه. د ټرمپ په دوره کې له ایران سره اټومي هوکړه لغوه شوه، چې دا کار د سیمې امنیت ته لوی ګواښ شو.
له بلې خوا، د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه، چې نړۍ یې د یوه نوي نړیوال ناورین له وېرې سره مخ کړې، د ټرمپ د واک له دورې وروسته لا زیاته پراخه شوه، خو ټرمپ د دې جګړې په هکله هېڅ مثبت دریځ ونه لاره، بلکې تل یې د روسیې په اړه نرم دریځ خپل کړی دی. د نړۍ د امنیت او سولې په پار د هغه بېپروايي، د ده د ناپوهۍ او خودخواهۍ څرګند ثبوتونه دي.
اوس چې پاکستان د داسې یو کس نوماندۍ ته سترګې نیولي، دا د هغه هېواد د دوهمخۍ، د اصولو د نه درناوي او د شرم د کچې ښکاره مثال دی. دا هغه پاکستان دی چې خپله خاوره یې د داعش ترهګرو لپاره په امن ځاله بدله کړې، له افغانستانه نیولې تر هند پورې یې د ترهګرو د صادرولو دوامداره پالیسۍ سیمه له بحران سره مخ کړې ده. پاکستان چې د بشري حقونو او نړیوالې سولې له ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري، څنګه دا جرئت کوي چې د سولې د نوبل جایزې لپاره وړاندیز وکړي؟
د دغه پوچ اعلان پر بنسټ، پاکستان مدعي شوی چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د یوه احتمالي اتومي جګړې مخه نیولې. حال دا چې هېڅ داسې رسمي، اغېزمن او دایمي اقدام نه دی ثبت شوی چې د ټرمپ دا رول ثابت کړي. دا یو تبلیغاتي بیان دی چې یواځې د نړیوالو سترګو دوکه کولو لپاره خپور شوی.
د سولې نوبل جایزه باید د هغو کسانو برخه وي چې د بشریت د خیر، د جګړو د پای، د ظلم پر ضد د مبارزې، او د عدالت د تامین لپاره یې رښتینی قربانۍ ورکړې وي، نه د هغو کسانو چې د خپلو شخصي ګټو، ناسم لیدلوري او تباه کوونکو سیاستونو له امله یې نړۍ د یوې درېیمې نړیوالې جګړې تر څنډې رسولې.
پاکستان، چې تل یې د ترهګرۍ له پالنې، د ګاونډیو هېوادونو د بېثباته کولو او د دوهمخۍ سیاستونو له امله نړیواله بدنامي ګټلې ده، باید وپوهېږي چې دا ډول شرموونکي او ناسم وړاندیزونه د نړيوالو د پام را اړولو لامل نه کېږي. بلکې دا د هغه هېواد د اخلاقو، فکر او سیاست د سطحې نښه ده.
پایله دا ده چې پاکستان د شرم تر حده رسېدلی، چې د نړۍ د بېثباتۍ ستر عامل ته د سولې جایزې وړاندیز کوي، خو دا هڅې به ناکامې شي. نړۍ باید هوښیاره وي.



































