د ۲۰مې پېړۍ د منځ راهیسې، نړۍ د یوه داسې نړیوال نظم شاهده وه چې مشري یې د امریکا متحده ایالاتو پر غاړه وه. د سړې جګړې له دورې نیولې، تر یوازیني قطبي قدرت پورې، امریکا هڅه کوله چې د خپلو مفکورو، ګټو او ستراتیژیکو اهدافو له مخې د نړۍ هر ګوټ ته لوری ورکړي. خو اوس د ۲۱مې پېړۍ نړۍ بله بڼه لري – دلته نور د امر کولو وخت نه دی، بلکې د همکارۍ، درناوي او د برابر مشارکت اړتیا ده.
وروستۍ لیکنه چې د “The National” ورځپاڼې شنونکي شولتو بیرنس خپره کړې، پر همدې حقیقت رڼا اچوي. نوموړی ښيي چې د امریکا لوړپوړي چارواکي له خپلو آسیا-ارام سمندر متحدینو (لکه جاپان او استرالیا) غواړي چې د تایوان شخړې په صورت کې خپل دریځونه مشخص کړي او حتی له هغوی د احتمالي جګړې د ملاتړ تمه لري. خو اوسنی نړیوال واقعیت نور د دې ډول یو اړخیزو غوښتنو منلو ته چمتو نه دی. جاپان، استرالیا،کاناډا او نور سیمهییز ځواکونه د خپلواک سیاست او متوازنو اړیکو غوښتونکي دي، نه د امریکا د فرمانبردارۍ دوام.
استرالیايي صدراعظم انتوني البانیز دا څرګنده کړې چې استرالیا به د بهرنیو ارزښتونو تقلید ونه کړي، بلکې د خپلو ملي ګټو او ولسواکو ارزښتونو پر بنسټ به اړیکې ساتي. دا څرګندوي چې هغه وختونه تېر شوي چې امریکا به د خپل ځواک، اقتصاد او پوځي هیبت پر مټ نور ملتونه د اطاعت په لیکه درولي وو.
په آسیا کې د قدرتونو نوې وده، لکه د چین اقتصادي او سیاسي ځواک، د هند ستراتېژيکي موقعیت، د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو یووالی، او د منځنۍ آسیا د نوو بازارونو پرانیستل، د دې نښه ده چې سیمهییز تعاملات نور د یو قطبي واک لاندې نه راځي. اوس هیوادونه د یو بل ملګري دي، نه چې د یوه زورور تر سیوري لاندې خپلې اړیکې وساتي.
که امریکا غواړي چې خپل اغېز وساتي او له نړیوالې انزوا ځان وژغوري، باید د همکارۍ، درناوي او برابرې شراکت ژبه زده کړي. نور ملتونه د امر او اجبار پر ځای متقابل باور او شریکو ګټو ته لومړیتوب ورکوي. له همدې امله، د امریکا د دفاع وزارت هغو غوښتنو ته چې له متحدینو غواړي د تایوان شخړې په اړه موقف ونیسي، په زیاتېدونکي ډول تردیدي غبرګونونه ښکاري. حتی جاپاني سیاستوال هم هڅه کوي چې د چین سره متوازنه رابطه وساتي، نه دا چې د تقابل میدان ته ور ودانګي.
د واشنګټن دننه سیاسي ناندریو، داخلي اختلافاتو، او د مخکښو چارواکو احساساتي بیانونو د امریکا نړیوال اعتبار ته تاوان رسولی. دا حالت د واشنګټن لپاره یو خطرناک زنګ دی: که خپله رویه بدله نه کړي، نو ډېر هېوادونه به ترې واټن ونیسي او د نورو سیمهییزو او نړیوالو شریکانو خوا ته به واوړي. شل کاله مخکې که د امریکا یو بیان د نړیوال سیاست مسیر بدلولو، نن هماغه بیانونه ځینې وختونه د خندا او بېباورۍ سبب ګرځي.
په آسیا کې اوس د سیاسي واقیعتونو یو نوی دور پیل شوی. ملتونه خپل ملي هویت، اقتصادي ځواک، او متوازن بهرنۍ اړیکې لومړيتوب ګڼي. نور د هغې دورې پای راغلی چې امریکا به حکم کاوه او متحدین به یې په سترګو پټ د تعمیل لیکې ته درېدل. همدا اوس وخت دی چې امریکا د نړۍ له نورو ملتونو سره د احترام، شفافیت او شریکو ګټو پر بنسټ تعامل وکړي.
که امریکا همدا پخوانی زوړ چلند ته دوام ورکړي، نو نه یواځې به متحدین له لاسه ورکړي، بلکې خپل ستراتیژیک موقف به هم ضعیف کړي. د نړۍ سیاست نن ورځ د واحد تصمیم پر بنسټ نه، بلکې د څو اړخیزو تفاهماتو، شراکتونو او متقابل درناوي پر بنسټ مخته ځي.



































