د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي رییس، فلیپو ګراندي، افغانستان ته خپل سفر په داسې وخت کې ترسره کړی، چې هېواد له یوه نوي او سخت بشري کړاو سره مخ دی. د ایران له لوري په زوره د افغان کډوالو ایستل، له کرامت څخه لرې چلند، او د بېوسه انسانانو بېرته ستنول، یوه ښکاره انساني فاجعه ده. دا ناورین نه یوازې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی، بلکې د ولس پر اوږو یې یو ستر بار هم ور زیات کړی، چې د زغم حدونه یې مات کړي دي.
نه افغان سرپرست حکومت دا وس لري چې له زرګونو راستنېدونکو سره سمدستي مرسته وکړي، او نه ولس د اوږدې لوږې او بېوزلۍ تر سیوري لاندې د نورو غم شریکولو توان لري. د دې وضعیت په منځ کې د فلیپو ګراندي سفر باید یوازې د لیدنو کتنو، رسمیتونو او عکس اخیستو په کچه پاتې نه شي. دا د نړۍ، د ملګرو ملتونو، او ټولو بشري بنسټونو مسؤلیت دی، چې د افغان کډوالو لپاره سمدستي، عملي او محسوس اقدامات وکړي.
اوس د دې وخت نه دی چې یوازې ژمنې وشي، یا راپورونه ولیکل شي. نړۍ باید دا درک کړي، چې افغان کډوال نور د انتظار وس نه لري، د ژمنو، خبرو، غونډو، او بیانیو له موسم څخه ستړي دي. هغوی د سرپناه، ډوډۍ، درمل، ښوونځي، او انساني چلند فریادونه کوي. که چیرې دا فریادونه وا نه ورېدل شي، دا به د نړۍ د وجدان یو بل شرمناک ماتې وي.
ایران، چې ځان د اسلامي اصولو پیرو ګڼي، باید دا له یاده ونه باسي چې زورواکي اخراجونه، ماشومان بې سرپناه کول، او ښځې له درناوي بې برخې کول، نه د اسلام له اصولو سره برابر دي او نه له بشري ارزښتونو سره. افغانان، چې له اوږدې مودې راهیسې د شخړو او مهاجرتونو قربانیان دي، نور باید د لویو قدرتونو او ګاونډیو هېوادونو د فشار وسیله ونه ګرځول شي.
د فلیپو ګراندي دا سفر باید د ستر بشري غبرګون پیلامه وي. هغه باید له افغان چارواکو سره غونډو کې د ګډون ترڅنګ، د کډوالو واقعي وضعیت هم له نږدې وویني، له قربانیانو سره مخامخ خبرې وکړي، او د مرستو یوه سمه، منظمه او شفافه لاره پیدا کړي. دا به نه یوازې د UNHCR حیثیت وساتي، بلکې د افغانانو په زړونو کې د نړیوالې ټولنې باور به یو ځل بیا را ژوندی کړي.
همداراز، افغان حکومت ته هم اړتیا ده چې له نړیوالو سره همغږي رامنځته کړي، مرستې منظمې او عادلانه ووېشي، او د ملي سوداګرو، خیریه بنسټونو او عامو خلکو همکارۍ ته زمینه مساعده کړي. ولس هم باید دا درک کړي چې دا غم یوازې د حکومت نه، بلکې د ټول ملت غم دی.
په پای کې باید دا ووایو چې دا د نړۍ د بشرپالنې، همدردۍ، او وجدان ازموینه ده. که نن د افغان کډوالو فریادونو ته ځواب ور نه کړل شي، سبا دا شرم د ټولو پر غاړه پاتې کیږي. دا نور د ژمنو وخت نه دی، دا د ژغورنې وخت دی.



































