د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ابونصر فراهي بندر د تخلیې، بارګیرۍ او اړوندو ادارو لپاره ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شي. همداراز، دغه ناسته کې د غزني ولایت په مرکز کې د سړې خونې او جوسو د تولید کارخونې د جوړولو طرحه هم تایید شوې ده. د دې طرحې لهمخې په ۳۵ جریبه ځمکه د ۵ زره ټنه په ظرفیت سړه خونه او همدا راز د جوسو کارخونه جوړېږي، چې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.




































