د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ د قولهیر درې په سیمه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې. دغه پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې پکې د ۱۰ کیلومتره کلیوالي سړک، ۱۰۵۰ متره استنادي او محافظوي دېوالونه، ۳۳۲ متره پلې لارې، یو د موټرو پل او ۶۵۰ متره کرنیز کانال جوړېږي. د چارواکو په وینا، له دغو پروژو به شاوخوا څلور زره کورنۍ ګټه واخلي او سلګونو کسانو ته به د لنډ مهال لپاره د کار زمینه برابره شي.



































