د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو خپلې یو کلنېکړنې او لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې دي. د یادې ټولنې مسولینو د خپلو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې تېر کال یې له څه باندې ۴.۶ میلیونه کسانو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د وېش، نغدي مساعدت، روغتیایي خدماتو، سرپناه او څښاک پاکو اوبو د تامین په برخه کې بشري مرستې کړې دي. له دې جملې د هېواد په بېلابېلو پنډغالو کې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي څه باندې ۳۳۵ زره کډوال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خدمتونو برخمن شوي دي.



































