د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون ورځ تاجکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره په کتنه کې د افغانستان او د لوېدیځې اسیا د سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو پر غزې د سراییل د بریدونو د درېدو او همداراز د غزې له ولس سره د مرستو لپاره د بېړني اقدام پر اړتیا هم ټينګار کړی دی.



































