د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې ۵ زره او ۱۹۶بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې د ۱۴۱ مېرمنو په ګډون ۹۰۱ تنه افغانستان ته راغلي او د ۶۷ مېرمنو په ګډون دوه زرو او ۲۹۵ کسان بېرته تللي. د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر یو زر او ۸۴۹ بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۴۷۰ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د تورخم، حیرتان د فاریاب اقینې او د بدخشان د اشکاشم بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.



































