په افغانستان کې د برښنا د تولید او وېش ستونزه یوه له هغو بنسټیزو ننګونو څخه ده، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې نه یوازې د هېواد صنعتي وده یې ځنډولې، بلکې د خلکو عادي ژوند ته یې هم جدي تاوان اړولی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د عزيزي ګروپ سره د یوه نوي لس میلیارد ډالري تړون اعلان او دا ادعا چې دا به د هېواد د اقتصادي ودې پر لور یو اغېزمن ګام وي، که څه هم هیله بښوونکی دی، خو دا باید د تېرو هغو درنو او تکراري ژمنو په کتار کې ونه ګڼل شي، کومې چې تل یوازې د خبرو تر کچې پاتې شوې دي.
د وزارت سرپرست عبداللطیف منصور دغه تړون د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بللې او ټینګار یې کړی چې افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره پراخې سرچینې لري؛ خو اساسي پوښتنه دا ده چې ولې د دغو امکاناتو سره سره، لا هم میلیونونه افغانان د برښنا له نعمت څخه بېبرخې دي؟ ولې د هېواد صنعتي سکتور د برښنا کمښت له امله زیانمن دی او ولې د ژمې په سړه هوا او د اوړي په ګرمه هوا کې د برښنا نشتوالي له امله افغانان په بدیلو امکاناتو پسې لالهانده وي .
په وروستیو کلونو کې څو ځلې د اوبو، لمریزې، بادي، او ګازي انرژۍ د پراختیا وعدې شوې دي. په همدې حال کې له ایران، ازبکستان، ترکمنستان، او تاجکستان څخه د وارداتي برښنا تړونونه هم اعلان شوي دي، خو لا هم د کابل، کندهار، هرات، مزار او نورو ښارونو ډېری برخې په دوامداره توګه له برښنا محرومې دي. دا وضعیت دا شک پیدا کوي چې ایا دا ډول پروژې واقعا د تطبیق نیت لري که یوازې د لنډمهاله تبلیغاتي موخو لپاره اعلانېږي؟
د میرویس عزیزي په مشرۍ د خصوصي شرکت له لوري د دې پروژې اعلان چې تر ۲۰۳۲ زېږیز کاله پورې به په بېلابېلو ولایتونو کې له ډبرو سکرو، ګازو، اوبو، باد او لمر څخه نږدې ۱۰ زره میګاواټه برښنا تولید شي، یوه لویه وعده ده. خو ولس دا ډول لویې وعدې مخکې هم اورېدلي دي، او د دوی له نظره، باور کول پرې یوازې هغه وخت ممکن دی، چې عملي کارونه پیل او شفاف پرمختګونه وښودل شي. خلکو ته دا مهمه نه ده چې ژمنې څومره لوړې او ښکلې دي، بلکې دا ورته مهمه ده چې څومره ژر او څومره شفاف عملي کېږي.
بله مهمه مسئله، چې باید ورته پام وشي، د مسلکي ظرفیتونو لوړول او د افغان کارکوونکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي. د عزیزي شرکت دا ژمنه چې د پروژې ۹۸ سلنه کارکوونکي به افغانان وي، باید د عمل جامه واغوندي او دا به یوازې هغه وخت اعتبار ولري، چې افغانان واقعا وروزل شي او ټولې کلیدي برخې پرې وسپارل شي، نه دا چې یوازې فزیکي کارونه ورته پاتې شي او تخنیکي صلاحیتونه بیا هم بهرنیانو ته ورکړل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت، د افغان سرپرست حکومت مشرتابه، او د دې پروژې تطبیقوونکی شرکت دا مسؤلیت لري چې د ولس پر وړاندې حساب ورکړي او ژمنې یوازې د خبرو په کچه پرېنږدي. د برښنا د پراخېدو دا ستره پروژه باید د شفافیت، ملي ګټو، او پراخ مشارکت پر بنسټ پرمخ ولاړه شي، څو هېواد له دې ستر اقتصادي فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د افغانستان جغرافیه، د طبیعي سرچینو شتون، او د انرژۍ پراختیا لپاره مناسب اقلیم هغه بنسټیز فرصتونه دي چې که په هوښیارۍ مدیریت شي، نه یوازې به د برښنا ستونزه حل کړي، بلکې د هېواد اقتصادي بڼه به بدله کړي. خو که دا هر څه یوازې ژمنې پاتې شي، نو د ولس باور ته به بل ځل تاوان ورسېږي، او نړیوالو پانګوالو ته به هم دا پیغام ورکړل شي چې افغانستان لا هم د ژمنو له پړسوبه د عمل جامې ته نه دی رسېدلی.
اوس وخت رارسېدلی چې د هرې نوې ژمنې تر اعلان وړاندې، د پخوانیو ژمنو حساب ورکړل شي. تر هغو چې ولس د عمل نښې ونه ویني، تشې وعدې نورې زغمېدونکې نه دي. د افغانستان اقتصاد، د خلکو ژوند، او د صنعت راتلونکی له برښنا سره تړلی دی؛ نو باید دا ژمنې نورې د عمل په ډګر کې وځلېږي، نه یوازې د ناستو او غونډو په اعلامیو کې.



































