د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۴۵میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. د سرچینې په خبره دا هوکړه لیکونه پرون په کابل کې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ په ناسته کې لاسلیک شوي. په دې ناسته کې سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل،”تمه لرو چې له ازبکستان سره مو د سوداګرۍ کچه تر دریو میلیاردو ډالرو رسوو”. په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبک عثمانوف د تاشکند او کابل ترمنځ نویو هوکړو ته په اشارې وویل، “سږکال له افغانستانه ازبکستان ته صادرات درې برابره شوي دي”.



































