د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې خبر داری ورکړی، چې افغانستان د شدیدې وچکالۍ له څپې سره مخ دی. په بیان کې لیکل شوي، چې د ځمکې سخت وچوالی او له نورمال څخه لوړه تودوخه، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر للمي غنمو منفي اغېز کړی او د واښو کمښت څاروي له جدي خطر سره مخ کړي دي. سرچینه زیاتوي چې د باران کچه تر منځنۍ کچې ټيټه ده، هوا تر نورمالې کچې ګرمه شوې او د خاورې رطوبت هم ډېر کم شوی دی.زیانمنونکې ولایتونه بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، دایکندي، بامیان، پروان او کابل دي او یوازې هرات بېرته عادي حالت ته ستون شوی دی.



































