په تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر ویلي، تېره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵۰ افغانان د پاکستان له بندخونو خوشې او په تورخم افغان لوري ته وسپارل شوي دي. نوموړی وايي، یاد کسان چې په پنجاب او اسلاماباد کې نیول شوي وو، سره له دې چې د استوګنې قانوني اسناد یې درلودل، نږدې یوه اونۍ په بند کې تېره کړې ده. خوشې شوي افغانان د پاکستاني چارواکو له ناسم چلنده شکایت کوي او وایي، سره له دې چې دوی راخوشې شوي، خو د هغوی د کورنۍ یو شمېر غړي لا هم دغه هېواد کې پاتې دي.



































