اروپايي ټولنې ویلي، چې په افغاستان کې یې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایج او) ته ۷ میلیونه یورو په واک ورکړې څو په دغه کې د ناروغیو له خپرېدو مخنیوی وکړي او د خوړو بېړني وضعیت ته د چمتوالي کچه پراخه کړي. اروپايي ټولنې پرون په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي چې تر دې دمه د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ۲۴۰ زرو ناروغانو درملنه کړې او څه باندې ۲۰ زره بستري ناروغان چې ۵۴ سلنه یې مېرمنې دي، تر پاملرنې لاندې نیولي دي. دغه راز، له ۵ کلونو کم عمر لرونکي څه باندې ۲۸ زره ماشومان د تغذیې د درملنې په ځانګړو مرکزونو کې حیاتي پاملرنه ترلاسه کړې ده.



































