د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نورمحمد ثاقب د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته راوړنو پروګرام کې وویأ، چې، د سږکال د حج مراسمو لپاره هر حاجي څخه ۲ لکه او ۸۲ زره او ۹۰ افغانۍ راټولې شوې وې چې ټولیزه اندازه یې ۸ میلیارد او ۲۷۸ میلیون او ۷۷۷ زره افغانۍ کیږي. نوموړي وویل، له یاد شمېر څخه ۱۱۵ میلیونه او ۴۶۴ زره او ۷۸۲ افغانۍ اضافه شوي چې هر حاجي ته به ۳۹۳۶ افغانۍ بېرته ورکړل شي. د هغه په خبره، حاجیان کولی شي سر له سبا د پاسپورټ او تذکرې په لرلو سره د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره دغه وزارت او یا د خپل ولایت د حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.



































