د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۱۷۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. دغه کمېسیون ویلي، چې له دې ډلې د تورخم له لارې ۷۴، د سپين بولدک له لارې ۴۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۲۱ او د اسلام کلا له لارې ۸۳۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.



































