نن ورځ افغان ولس د خپل تاریخ یوه له مهمو او سترګو روښانوونکو شیبو څخه لمانځي، هغه ورځ چې ۱۰۶ کاله وړاندې زموږ غیور ملت د سختو قربانیو او نه ستړې کېدونکو مبارزو په نتیجه کې له انګریز ښکیلاک څخه خپلواکي ترلاسه کړه. دا ورځ یوازې د یو سیاسي تحول یا نظامي بریا یادونه نه ده، بلکې د یوه ملت د عزم، مقاومت او نه ماتېدونکي روح د نمانځنې ورځ ده. افغانانو نړۍ ته وښودله چې د آزادۍ په لاره کې هېڅ ځواک، هېڅ زر او زور د دوی اراده نشي ماتولای.
د افغانستان د خپلواکۍ تاریخ د دې ملت د نه تسلیمېدونکي روح ښکاره ثبوت دی. د انګریز ستر پوځونه چې د نړۍ په ډېرو برخو کې یې واکمنۍ ټینګې کړې وې، دلته د یوې داسې خاورې او ولس سره مخ شول چې د آزادۍ لپاره یې تر ټولو قیمتي شتمني، یعنې خپل ژوند او وینې قربان کړې. افغانانو د خپلو غرونو، دښتو او کلیو څخه د قلعه بندو جګړو سنګرونه جوړ کړل، د ولس د یووالي ځواک یې د توپونو او ټانکونو پر وړاندې ودرېد، او په پای کې یې اشغالګرو ته ماتي ورکړه.
د خپلواکۍ ترلاسه کول یوازې د یوه ملت بریا نه وه، بلکې دا د نړۍ لپاره یو پیغام و چې افغانستان د هیڅ استعمار د منلو توان نه لري. دا ملت د تاریخ په اوږدو کې هر وار ښودلې چې بهرني ځواکونه که هر څومره زورور هم وي، دلته د تل پاتې واکمنۍ خوب نشي لیدلای. زموږ خاوره د آزادۍ د مينه والو د وینو په رنګ سره شوې ده، خو هیڅکله یې د غلامۍ تور داغ نه دی منلی.
نن چې موږ د خپلواکۍ ۱۰۶ کلیزه لمانځو، اړینه ده چې د خپلو تېرونو مبارزو له درسونو ګټه واخلو. خپلواکي یوازې د یو ملت د وینې او مبارزې په نتیجه کې ساتل کېږي، او د ساتلو لپاره یې هر نسل باید هماغه روحیه، مېړانه او هوډ ولري چې زموږ نیکونو درلود. نن ورځ افغانانو ته یوازې د تېر افتخارونو یادونه کافي نه ده، بلکې اړتیا ده چې د دې خپلواکۍ د ساتلو او پیاوړتیا لپاره ملي یووالی، اقتصادي پیاوړتیا، علمي پرمختګ او نړیوالو اړیکو کې متوازن دریځ رامنځته کړي.
افغانستان د خپلواکۍ له برکته یو خپلواک هویت، یو مستقل بیرغ او یو ځانګړی ځای په نړۍ کې لري. خو دا هویت یوازې هغه وخت خوندي پاتې کېدای شي چې موږ ټول په ګډه د خپل هېواد د پرمختګ، آبادۍ او ملي ګټو لپاره کار وکړو. زموږ اصلي جګړه اوس د بېوزلۍ، بېکارۍ، ناپوهۍ او وروسته پاتې والي پر وړاندې ده. که موږ وغواړو د خپلواکۍ ريښتینی حق ادا کړو، باید دا جګړه د قلم، پوهې، کار او تولید په ډګر کې وګټو.
دغه کلیزه موږ ته یادونه کوي چې د یووالي په برکت موږ ځواکمن یو، او د تفرقې په صورت کې زموږ دښمنانو ته د لاسه ورکولو فرصت برابروو. د خپلواکۍ د ارزښتونو ساتل د هر افغان ملي دنده ده، که هغه بزګر دی، محصل، سوداګر، یا د هر بل مسلک څښتن. یو ملت هغه وخت د عزت او خپلواکۍ په مانا پوهېږي چې د خپلې خاورې په هره وچه د ازادۍ بوی احساس کړي.
راځئ چې د دې ویاړلې ورځې په مناسبت یو ځل بیا له ځان سره ژمنه وکړو چې افغانستان به هېڅکله د نورو د ګټو د لوبو میدان نه ګرځوو. دا هېواد به د خپل تاریخ د زرینو پاڼو په څېر تلپاتې خپلواک او سرلوړی پاتې کېږي. د خپلو شهیدانو د وینو، د خپلو نیکونو د قربانیو او د خپلو راتلونکو نسلونو د سوکاله راتلونکې په خاطر، موږ ټول مسوول یو چې د افغانستان د خپلواکۍ لاسته راوړنې وساتو او لا یې پیاوړې کړو.
افغان ملت به تل د خپلواکۍ د بیرغ تر سیوري لاندې ویاړ کوي، او نړۍ ته به د مقاومت، ازادۍ او استقلال بېلګه پاتې کېږي.



































