د مالیې وزارت له لوري متقاعدینو ته د تقاعد د ورکړې لړۍ نن پیل شوه. د یاد وزارت د تقاعد د حقوقو ریيس محمد رحماني وايي چې دغه لړۍ نن پیل شوه او په لومړۍ مرحله کې به د ۹ بېلا بېلو ادارو متقاعدین د یوې میاشتې په موده کې خپل د تقاعد حقوق ترلاسه کړي. هغه زیاته کړې، چې متقاعدینو ته د اسانتیا په موخه یې د ځانګړې محکمې په ګډون د ټولو اړوندو ادارو د استازو لپاره د تقاعد د لوی ریاست په انګړ کې څانګې جوړې کړې دي او ټولې اړوندې چارې به په همدې ریاست کې ترسره کېږي او متقاعدین به له ډېرو منډو ترړو خلاص وي. رحماني همدارنګه وویل چې ټول متقاعدین په ۵ کټګوریو وېشل شوي، چې په لومړۍ ګټګورۍ کې تثبیت شوي متقاعدین شامل دي.



































