د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د افغان پلخمري نساجي ریاست له لوري د افغانستان د دولتي شرکتونو لوی ریاست په مالي لګښت په پلخمري ښار کې د اته کیلومتره د برېښنا شبکې چارې بشپړې شوې دي. د جبل السراج د نساجۍ رییس محمد عیسی بلال وویل، د برېښنا دغه شبکه چې ۸ کیلومتره اوږدوالی، ۷ برجونه، یو لابراتوار او ۳۰۰۰ ځیرک میټرونه لري د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې چې ورسره به اتیا سلنه د پلخمری نساجي د برېښنا عواید زیات شي او د ۲۰۰۰ کورونو تر څنګ ۵۰ شرکتونو ته هم برېښنا ورکول کیږي.



































