د کورنیو چارو وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره کتلي دي. په دې لیدنه کې کورمایا په امنیت او نورو برخو کې د افغان حکومت پرمختګونه هیله بښونکي بللي او د افغانانو لپاره یې د لا ښې راتلونکې هیله کړې ده. نوموړي ویلي، چې هېواد یې له نشهيي توکو سره د مبارزې، بدیل کښت او د روږدو درملنې برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي. همدا راز د کورنیو چارو وزیر د جاپان او افغانستان اړیکې تاریخي بللي او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه تل په مثبت تعامل کې پاتې شوي دي.



































