د امارتي شرکتونو مشر احمد جان بلال د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی دی. د امارتي شرکتونو لوی ریاست پر اېکس پاڼه لیکلي چې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري هم د دې پلاوي برخه ده. د یاد ریاست په وینا، پلاوی به د کازان ښار کې د تېلو او ګازو د صنعت په اړه په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي او د “تېلو، ګازو او کیمیاوي موادو” تر عنوان لاندې نندارتون څخه به هم کتنه وکړي. همدارنګه افغان پلاوی به د تاتارستان د دولتي چارواکو سره د صنعتي همکاریو پر موضوعاتو خبرې وکړي او د ځینو پراختیایي پروژو لیدنه به هم وکړي.



































