د بغلان ولایت ځايي مسوولین وايي، چې په هېواد کې د صنعت د ودې او د ټوکر په برخه کې د هېواد د ځان بسیاینې په موخه د بغلان د نساجي د فعالو شویو برخو ترڅنګ د دې نساجي د فابریکې نورې برخې هم فعالېږي. د افغانستان د نساجي د امارتي شرکت اجرایوي رییس عبدالحمید اخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې د افغان پلخمري نساجي ۸۰ سلنه بیارغول شوې، عملاً پکې د رختونو، سان او پړو تولید پیل شوی، خو د دوی هڅې دا دي څو د افغان پلخمري د نساجي ټولې برخې فعالې کړي. اخندزاده زیاته کړې، چې د نساجي د پرسونل د پراخو هڅو په ترڅ کې د دې فابریکې زیات شمېر ماشینري او انګړ بیارغول شوی او هڅې دا دي څو د نساجي د برېښنا په بند کې د برېښنا لپاره یو نوی توربین هم نصب شي.



































