د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان د پراختيايي تګلارې په اړه خبري غونډه کې وویل، چې د افغانستان پراختيايي تګلاره د پنځو کلونو لپاره تدوين او د حکومت د مشرتابه له لوري منظوره شوې ده، چې په تطبيق سره به يې هېوادوال په بېلابېلو برخو کې د غوره پرمختګونو او متوازن انکشاف شاهدان وي او د بې کارۍ اوسنۍ کچه به ورسره د پام وړ ټيټه شي. دغه سند درې اساسي برخې لري، چې ښه حکومتولي او نړۍوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په کې شاملیږي.



































