په پاکستان افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضربالاجل له پای ته رسېدو سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ( ای او ایم) له پاکستانه غوښتي، چې دغه نېټه تمدید کړي. د پاکستان حکومت د پرېکړې له مخې، د «سپټمبر له لومړۍ نېټې» د شاوخوا ۱.۳ میلیونه هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلېږي، چې د کډوالۍ کارټونه هم لري. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د دغو کارټونو اعتبار ختم شوی او د لرونکو لپاره یې پاتې کېدل نور قانوني نه ګڼل کېږي. د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر راهیسې پاکستان شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان له خپلې خاورې باسلي دي. ویل کېږي، چې نږدې درې میلیونه نور افغانان لا هم د جبري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.



































